ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان په تهران کې د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو په غونډه کې ګډون نه کوي

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد تکل ملي‌تلویزیون ته ویلي، چې په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په کچه ناسته کې د افغانستان حکومت ته هم بلنه ورکړل شوې ده، خو د افغانستان حکومت په دې ناسته کې ګډون نه کوي.

حافظ ضیا احمد تکل د یادې ناستې د نه ګډون لامل داسې بیان کړی دی: «د افغانستان اسلامي امارت د سیمه‌ییزو سازمانونو، فارمټونو او همداراز د دوه‌اړخیزو میکانیزمونو له لارې د سیمې له ټولو هېوادونو سره په دوامداره توګه فعالې اړیکې لري او د سیمه‌ییز تفاهم او همکاریو د پراختیا په برخه کې یې د پام وړ عملي پرمختګونه کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د شته فارمټونو د پیاوړتیا له لارې د سیمه‌ییز تفاهم او همکاریو پر پراختیا باور لري.»