ترکيه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین په انقرې ښار کې د کلتورونو نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ.
اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دې نندارتون کې هر سفارت ته جلا غرفه ځانګړې شوې وه، چې پکې د خپل هېواد دودیزې جامې، عنعنوي قالینې، لاسي صنایع، هنري اثار، د تاریخي سیمو انځورونه او د ملتونو د کلتور، عنعناتو او معنوي میراث بېلابېل اړخونه نندارې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په دې نندارتون کې د ۷۰ هېوادونو سفیرانو، دیپلوماتانو، کلتوري اتشو، شاعرانو، ادیبانو، پوهانو، څېړونکو او وتلو کلتوري څېرو برخه اخیستې وه.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون به درې ورځې دوام لري، چې د ترکیې له بېلابېلو سیمو څخه د کلتوري فعالانو، د پوهنتون استادانو، څېړونکو او لیدونکو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی، دې کلتوري نندارتون د ملتونو ترمنځ د متقابل تعامل، کلتوري تبادلې او پېژندنې زمینه برابره کړې ده.

