ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ذاکر جلالي: د سیمه‌ییزې نښلونې په موخه د افغانستان رغنده رول ته پاملرنه مهمه ده

د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس محمد ذاکر جلالي ویلي، له یوازې امنیت‌محوره تګلارو څخه تېرېدل او د سیمې په کچه د نښلونې، همکارۍ او یووالي په برخه کې د افغانستان رغنده رول ته پاملرنه، یو مهم او د پام وړ ټکی دی.

نوموړي زیاته کړې، په دې کې هېڅ شک نشته چې له ۲۰۲۱ کال مخکې افغانستان، د لسګونو بهرنیو هېوادونو د پوځي شتون او د نږدې او لرې لوبغاړو د لاسوهنو له امله، نه یوازې د افغانانو لپاره بلکې د ټولې سیمې لپاره په یوه جدي او د اندېښنې وړ امنیتي ننګونو بدل شوی وو.

ښاغلي جلالي تهران کې د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې ناستې ته په اشارې ویلي؛ پر همدې بنسټ، ننی افغانستان نور د بحران د مدیریت موضوع نه ګڼل کېږي؛ بلکې د خپل جیو-اقتصادي موقعیت، نېک نیت او د اوسني افغان حکومت د اقتصاد محوره بهرنۍ تګلارې په پام کې نیولو سره، دا هېواد کولای شي د مرکزي، لوېدیځې اسیا او سویلي اسیا ترمنځ په یو اغېزمن ارتباطي پُل بدل شي.

د نوموړي په وینا؛ د همدې لیدلوري په چوکاټ کې، د سیمې هېوادونه به وکولای شي د افغانستان له ترانزیټي، سوداګریزو او نښلوونکو ظرفیتونو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي؛ هغه چاره چې په پایله کې به ګډې ګټې خوندي او سیمه‌ییزه همغږي پیاوړې کړي.

د ښاغلي جلالي په خبره؛ اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د ترانزیټ، سیمه‌ییز اتصال، د سوداګریزو اسانتیاوو او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخو کې عملي ګامونه پورته شوي، چې راتلونکي کې به د سیمې هېوادونو د ثبات او پرمختګ لامل شي. پر همدې اساس، له افغانستان سره تعامل باید د فرصتونو، د میداني واقعیتونو او شته ظرفیتونو پر بنسټ ترسره شي.