ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جدي شپږمه؛ پر افغانستان د سرو لښکرو د یرغل ورځې د غندنې په مناسبت غونډه وشوه

له نن څخه ۴۶ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه نېټه پخواني شوروي اتحاد د یوې ناسنجول شوې پریکړې او د ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو خلاف له ځمکې او هوا پر افغانستان یرغل وکړ، دغه ورځ د اسلامي امارت له لوري د ملي‌راډیو تلویزیون په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د جدي شپږمه پر افغانستان د سرو لښکرو د یرغل ورځې غندنې په مناسبت ونمانځل شوه.

په دې غونډه کې د جدي شپږمه توره ورځ ګڼل شوې او د پخواني شوروي اتحاد د ماتې او ټوټه کېدو پیلامه بلل شوې ده.

دا ورځ د افغان ملت د دردونو، مصیبتونو او غمونو د پیل ورځ وه او په دې ورځ د علماوو، استادانو، محصلینو او ټول افغان ملت قتل عام پیل شو.

په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل، د افغانستان اشغال د اشغالګرو لپاره لویه تېروتنه وه او د خپلو غلامانو د فریب له امله د دې پایلې سره مخ شول.

ښاغلي متقي زیاته کړه، په افغانستان کې د درېیو اشغالګرو ستره ماتې، د نورو لپاره زده‌کړه ده.

دغه راز مولوي امیرخان متقي وویل، په افغانستان کې د اشغالګرو ماته، په نړیواله کچه د هغوی د ماتې لامل شوه.

بهرنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې ټینګار وکړ، چې افغانستان له یوې خوا د امپراتوریو هدیره او له بلې خوا يې اشغالګرو ته په ماتې سره یې سیمې او نړۍ ته خېر ورساوه.

مولوي امیرخان متقي د افغانستان او تاجیکستان په سرحد کې وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، د یادې پیښې په تړاو جدي څېړنې پيل شوې دي.

ښاغلي متقي زیاته کړه، د تاجیکستان له بهرنیو چارو وزیر سره مې اړیکه نېولې او د دې ستونزو مخنیوي لپاره په ګډه کار کوو.

 بهرنیو چارو وزیر وویل، ځینې مغرضې کړۍ د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي او غواړي وضعیت ناامن وښيي.

نوموړي زیاته کړه، افغانان د بېلابېلو پېښو پر وخت سره متحد شوي دي.

ښاغلي متقي وویل، د افغانستان او ګاونډي هېواد ترمنځ وروستي کړکېچ په کور د ننه او بهر د یادې مسلې په اړه افغانان سره متحد کړل.

نوموړي زیاته کړه، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدلو او طبیعي پېښو پر وخت افغانانو د یو او بل لاسنیوی کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني وویل، اشغالګرو دین له سیاست څخه جلا او علماء یې په ټولنه کې کمزوري کړي وو.

نوموړي زیاته کړه، د اشغالګرو د دین ضد کړنو افغانان مبارزې ته وهڅول او په پایله کې پخوانی شوروي اتحاد له ماتې سره مخ‌ شو.

دغه‌راز د ملي‌راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي وویل، هغه ملتونه چې له علماوو سره تړاو لري، تل بریالي او سرفرازه پاتې شوي او د هر ډول اشغال پر وړاندې بري ته رسېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اشغالګرو پر وړاندې د افغانانو بریا د الله تعالی د لارې د تعقیب او د علماوو د اطاعت پایله ده.

قاري محمد یوسف احمدي وویل:  ”د نړۍ هر څومره مستکبرین چې په هره مانا غښتلي او په هر ډول وسلو سمبال وي، که پر داسې هېواد لکه افغانستان یرغل وکړي، له ناکامۍ او رسوایي سره به مخ شي او همداسې به شرمېدلي او مخ‌توري له دې خاورې ووځي.”

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د افغانانو د تاریخ او دیندارۍ له پوره مطالعې پرته پر افغانستان یرغل وکړ او له سختې ماتې سره مخ شول.

ښاغلي نعماني زیاته کړه، پخواني شوروي اتحاد غوښتل د افغانستان له لارې ځان تودو اوبو ته ورسوي، چې د افغانانو د جهاد په پایله کې له ماتې سره مخ شول او یاد هدف ته ونه رسېدل.

د کور او ښار جوړولو وزرات د ښاري چارو مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني وویل، پر هغه ملت یرغل چې د اشغالګرو پر وړاندې قاطع دریځ لري، د ناکامۍ له برخلیک سره مخ وي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان ملت د قوي عزم او ارادې څښتن دی او اشغالګر هر ځل د همدې ملت پر وړاندې له ماتې سره مخ شوي دي.