د ایران د هرانا خبري اژانس د راپور له مخې، دا مهال د ایران په ۴۶ ښارونو په ۱۱۳ سیمو کې د حکومت ضد لاریونونه دوام لري.
سرچینو ویلي، چې تر دې مهاله د دغو لاریونونو پر مهال لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
دا اعتراضونه د نیشابور، سبزوار، اسفراین، مشهد، همدان، فردیس، ګوهردشت، خرمآباد، قزوین، تهران، فولادشهر، زاهدان، مرودشت، پرند، هفشجان، جونقان، یاسوج او قم په ګډون په یو شمېر ښارونو کې روان دي.
همدارنګه، نن هم داسې راپورونه خپاره شوي چې امنیتي او انتظامي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستی دی.
د یاد اژانس د راپور له مخې، د اعتراضاتو له دوام سره د ښاریانو د نیونو کچه هم لوړه شوې او د لسګونو معترضو کسانو د نیول کېدو راپورونه راټول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لاریونونه تېره یکشنبه وروسته له هغې پیل شول، چې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده او له همدې امله د تهران په لوی بازار کې دوکاندارانو اعتصاب وکړ.

