د لوړو زدهکړو وزارت وایي، چې په تېر ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې یې په بېلابېلو برخو کې ګڼې لاستهراوړنې درلودې، چې مهمې یې په لاندې ډول دي:
۱- په امارتي او خصوصي پوهنتونونو کې د څلورو نویو دوکتورا پروګرامونو، د اتو نویو ماسټرۍ پروګرامونو رامنځته کول، د پینځو نویو پوهنځیو او د ۳۱ نویو ډیپارټمنټونو رامنځته کول.
۲- د ۲۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتونونو لپاره د لابراتواري وسایلو پېرل.
۳- د معیاري څېړنو د پیاوړتیا او د ادبي غلا د مخنیوي په موخه د لومړي ځل لپاره د پوهنتونونو لپاره د ځانګړي سافټویرونو پېرل.
۴- د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت شیخ زاید پوهنتون کې د دوو سترو پروژو پرانیسته.
۵- د پوهنتونونو لپاره د څېړنو د رهنمودونو ۱۸ زره ټوکه کتابونو چاپ.
۶- د اوبو مدیریت په اړه د درې ورځني نړیوال کنفرانس جوړول.
۷-. د غزني پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځي رامنځته کول.
۸- په بدخشان پوهنتون کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ستر تدریسي روغتون د جوړولو کار پرانیسته او د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د طب پوهنځي د تدریسي بلاک پرانیسته.
۹- د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځي منظورول.
۱۰- د ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر پوهنتون کې د دوو پروژو د چارو پیل.
۱۱- د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت فراه پوهنتون د احاطوي دېوال د جوړولو چارې.
۱۲- د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت هلمند پوهنتون د داخلي سړکونو قیررېزي.
۱۳- د ۳۶۰ زره افغانیو په ارزښت ننګرهار پوهنتون کې د اوبو تصفیه کوونکو ماشینونو د نصب پروژه.
۱۴- د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سمنګان پوهنتون د بیارغونې او ترمیم چارو پیل.
۱۵- د ۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د غزني پوهنتون لپاره د اداري اړتیاوو پېرل.
۱۶- د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سید جمالالدین افغان پوهنتون د بیارغونې او نوسازۍ پیل.
۱۷- د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات پوهنتون د ساتنې او مراقبت پروژه بشپړه شوه.
۱۸- د ۷.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي د نیمهکاره ودانۍ د رغولو کار پیل.
۱۹- د ۱۷۴ میلیونه افغانیو په لګښت د هلمند پوهنتون د تدریسي روغتون د سروې او ډیزاین چارو پیل.
۲۰- د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار پوهنتون تدریسي روغتون ته طبي وسایل سپارل.
۲۱- د چاپېریال ساتنې ادارې سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کېدل.
۲۲- د پنجشېر پوهنتون لپاره د لیلیې د ودانۍ د جوړولو بودیجې منظورول.
۲۳- د نورستان پوهنتون لپاره د ۲۰ جریبه ځمکې د پېریلو بودیجې منظورول.
۲۴- د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیکول.
۲۵- تخار پوهنتون کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د جومات پرانیسته او همدارنګه په کندوز ولایت کې د امام قتیبه بن سعید رحمهالله د دیني جامعې د جومات پرانیسته.
۲۶- د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار کې د اسلامي ثقافت د مضمون د تدریس د ارزښت او اهمیت په اړه د داخلي کنفرانس جوړول.
۲۷- د کورني اقتصاد د هېواد په اقتصادي ودې کې د رول په اړه نړیوال کنفرانس.
۲۸- د افغانستان د روغتیایي سیستم او خدماتو د بیاکتنې په اړه داخلي کنفرانس (فرصتونه، ننګونې او حللارې).
۳۰- د مالي او اداري مرستیال ګډون د تاتارستان جمهوریت په شپاړسم نړیوال اقتصادي فورم کې او د کازان د هوايي چلند او تخنیکي پوهنتون څخه لیدنه.
۳۱- په پکتیکا پوهنتون کې د جومات جوړول.
۳۲- د کونړ سید جمالالدین افغان پوهنتون کې د کمپیوټر لب جوړول.
۳۳- د پکتیا پوهنتون لپاره د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د لابراتواري وسایلو پېرل.
۳۴- د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د میوند تدریسي روغتون د عاجلو او OPD پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل.
۳۵- د سمنګان پوهنتون د څېړنیز فارم لپاره د ۲۴۰ جریبه ځمکې پېرل.
۳۶- دایکنډي پوهنتون کې د ۶۰ کیلوواټه لمریزې برېښنا پروژې بشپړېدل او ګټه اخیستنه.
۳۷- فاریاب پوهنتون د ریاضي څانګې د لابراتوار تجهیز او پرانیسته.
۳۸- د ۱۷ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د پکتیکا پوهنتون د احاطوي دېوال جوړول.
۳۹- د البیروني پوهنتون د برېښنايي کتابتون پرانیسته.
۴۰- د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو لپاره د برېښنايي حاضري سیستم فعالول.
۴۱- د سلام خصوصي پوهنتون له لوري د کډوالۍ په اړه د یو ورځني داخلي کنفرانس جوړول.
۴۲- د فراه پوهنتون لپاره د ۳۰۰ جریبه ځمکې منظورول د څېړنیز فارم په موخه.
۴۳- د ۲۰ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د داخلي سړکونو د جوړولو پیل.
۴۴- د ۱۰ میلیونه افغانیو څخه زیات په ارزښت د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د بیارغونې پیل.
۴۵- د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلیو ترمیم.
۴۶- د ۵۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د لوګر پوهنتون د داخلي سړکونو جوړول.
۴۷- د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پکتیا پوهنتون د دوو پروژو پرانیسته.
۴۸- د ۱۹ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د عبدالله بن مبارک رحمهالله دیني جامعې د دوو پروژو ګټې اخیستنه.
۴۹- د ۱۵ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د فراه پوهنتون د احاطوي دېوال د دوهم پړاو پیل.
۵۰- ارزګان پوهنتون لپاره د ۵۰۰ جریبه ځمکې تثبیت.
۵۱- ایران ته د لوړو زده کړو وزیر سفر او د قم حوزې علمیه، قم پوهنتون او جامعهالمصطفی لیدنه.
۵۲- د افغانستان او ایران د لوړو زده کړو وزیرانو ترمنځ رسمي لیدنه.
۵۳- د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د البیروني پوهنتون د تدریسي روغتون د درملتون د جوړولو پیل.
۵۴- سمنګان پوهنتون کې د ۲ میلیونه افغانیو څخه په زیات ارزښت د بیارغونې پروژو پیل.
۵۵- غور پوهنتون کې د څلورو ترمیمي پروژو پیل.
۵۶- د ۱۰.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د تدریسي ساحو د پلې لارو ترمیم.
۵۷- د امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د حکم پر بنسټ کندوز پوهنتون ته د کرنې وزارت له لوري د ۷۲۰ جریبه ځمکې انتقال.
۵۸- د سید جمالالدین افغان پوهنتون د بېلابېلو برخو بیارغونه د ۳.۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت سره.
۵۹- د لغمان پوهنتون لپاره د اوو پایو مایکروسکوپونو پېرل د ۶۱ زره افغانیو په ارزښت.
۶۰- د نیمروز پوهنتون د برېښنايي سیستم د جوړولو پیل د ۵ میلیونه او ۴۷۶ زره افغانیو په ارزښت.
۶۱- د ننګرهار پوهنتون د تدریسي روغتون لپاره د لمریزې برېښنا سیستم جوړول د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت.
۶۲- د البیروني پوهنتون د ۲.۸ کیلومتره داخلي سړکونو د جوړولو پیل د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت.
۶۳- د البیروني پوهنتون د شنې ساحې د جوړولو پرانیسته.
۶۴- د لوړو زده کړو وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د ګډو علمي او تخصصي همکاریو هوکړهلیک لاسلیکول.
۶۵- د لوړو زده کړو وزارت او د کیفیت او معیار ملي ادارې ترمنځ د علمي همکاریو هوکړهلیک لاسلیکول.
۶۶- د لوړو زده کړو وزارت په مشرۍ غزني پوهنتون کې د کلیوالو سیمو د پراختیا په اړه داخلي کنفرانس.
۶۷- فراه پوهنتون کې د ۵۰ جریبه ځمکې پر مساحت د څېړنیز فارم د جوړولو پیل د ۲۱ میلیونه او ۷۵ زره افغانیو په ارزښت.
۶۸- هرات پوهنتون کې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو پروژو پیل.
۶۹- هلمند پوهنتون کې «له نشهيي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې درې ورځنی داخلي کنفرانس.
۷۰- د «دوامدار پرمختګ لپاره صنعتي انقلاب» تر عنوان لاندې داخلي کنفرانس جوړېدل.
۷۱ د علماوو کرامو د عالیه او عالمیه دورې لپاره شاوخوا ۲۸ زره تنو څخه د ازموینو اخیستل.

