ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي باز محمد فیضان د ایران د کرنې جهاد وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخېرو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال سره په لیدنه کې د کرنې، نوې اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه  خبرې کړې دي.

په یاده غونډه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې غړي، د دواړو هېوادونو د کرنې او اوبو لګولو یو شمېر سوداګر، د کرنیزو نندارتونونو تنظیموونکي، د اوبو لګولو سیستمونو تولیدوونکي او د ایران د اوبو لګولو سیستمونو د تولیدوونکو ټولنې مرستیال هم ګډون درلود.

 د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، نوې اوبو لګولو، مالدارۍ او فرامرزي کرنې په برخو کې د ایران د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.

همدارنګه د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د بازارموندنې لپاره د ایران په بازارونو کې د زمینې برابرولو او د دې هېواد له لارې د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه هم خبرې شوې دي.

له بلې خوا، د ایران د جهاد او کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال د اوبو لګولو په برخه کې د تجربو د لېږد، د افغانستان په کرنیزو نندارتونونو کې د ګډون، د افغاني محصولاتو د ترانزیت د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره د خپل هېواد پر چمتووالي ټینګار وکړ.

ورته مهال د دې پروګرام په څنډه کې، د افغانستان د کرنې وزارت مرستیال د اوبو لګولو د سیستمونو د نندارتون له غرفو څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د خصوصي سکتور استازو هم له ایران څخه د خوراکي هګیو د وارداتو د انحصار موضوع او همدارنګه د نطفه‌دارو هګیو او یو ورځنیو چرګوړو وارداتو ته د افغانستان اړتیا له ایراني لوري سره شریکه کړه.

دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه، چې افغانستان او ایران د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوامدارو همکاریو پر پراخولو او د اقتصادي ودې په بهیر کې د خصوصي سکتور د رول پر پیاوړتیا ټینګار کوي.