د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د مرغومي له ۵مې څخه تر ۱۱مې) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰ زره او ۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳ زره او ۳۵۱) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۱۲ زره او۹۷۰) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۹زره او ۵۴۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۲۴زره او ۷۶۱) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۷۰ زره او ۶۲۶) ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۳۲۰) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

