د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو تېره ورځ دوشنبه د نیویارک د منهتن په سوېل کې په یوه فدرالي محکمه کې د نشهيي توکو د قاچاق او نورو تورونو په تړاو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ځان يې بېګناه بللی دی.
سيبياېس دوشنبه د جنورۍ پر ۵مه راپور ورکړی، چې مادورو د خپل ژباړونکي په وسیله محکمې ته ویلي، چې «عزتمن» او «بېګناه» دی.
مادورو زیاته کړې: «زه بېګناه یم. ګناهګار نه یم. زه عزتمن او د خپل هېواد ولسمشر یم.»
د راپورونو له مخې، د مادورو مېرمنې هم د نشهيي توکو او وسلو اړوند تورونه رد کړي دي.
مادورو او مېرمن یې له نیول کېدو دوه ورځې وروسته په نیویارک کې یوې محکمې ته لېږدول شوي دي.

