ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قرغیزستان د افغانستان برېښنا تولید ظرفیت زياتوالي ته لېوالتيا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار د قرغزستان د (RDF) کمپنۍ او د قرغزستان ـ افغانستان د سوداګرۍ خونې له رییس عظمت ممبیک سره د برېښنا د تولید، لېږد او زیربنایي پروژو په اړه لیدنه کړې ده.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د برېښنا د تولیدي شبکو د پراختیا، د لېږد سترو پروژو او په انرژۍ سکټور کې د پانګونې فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.

دغه‌راز ملا عبدالحق همکار یادو پانګوالو ته د پانګونې د خوندیتوب او رامنځته شویو اسانتیاوو ډاډ ورکړی او د انرژۍ په برخه کې یې د بهرنیو پانګونو هرکلی کړی دی.

بلخوا، د (RDF) کمپنۍ او د قرغزستان ـ افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس عظمت ممبیک د نغلو برېښناکوټ په ګډون د یو شمېر تولیدي کارخونو د ظرفیت لوړولو لپاره خپلې طرحې وړاندې کړي او دغه‌راز یې د افغانستان د برېښنا په سکټور کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

نوموړي همداراز د قرغزستان د برېښنا تولید شرکت (NEGK) له لوري د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ته قرغزستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د یادې بلنې مننه کړې او د افغانستان او قرغزستان ترمنځ یې اقتصادي او تخنیکي همکارۍ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمې بللې دي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د برېښنا د تولید، لېږد او انرژۍ د زیربنایي پروژو په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې او دغه بهیر د پراختیا په حال کې دی.