د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر له رییس اېریک مارکلي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د بزګرانو د ملاتړ، د اقلیمي بدلونونو، د پراختیایي پروژو د تطبیق او د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کوکنارو د بدیل کښت، د اوبو د مدیریت، د ځنګلونو د جوړولو، له وچکالۍ سره د مبارزې او د بزګرانو د ملاتړ په برخو کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پراختیایي پروژې په بنسټیزه، شفافه او اغېزمنه توګه پلي شي.
نوموړي زیاته کړه، چې په تېر کې د کوکنارو کښت خپل اوج ته رسېدلی و، خو اوس منع شوی او بزګران ملاتړ ته اړتیا لري او همدارنګه ښاغلي مرستیال د زرګونو روږدو درملنه له مهمو لاسته راوړنو وبلله.
د افغانستان لپاره د سویس د پراختیا او همکارۍ ادارې د دفتر رییس اېریک مارکلي د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د تېر کال په پرتله سږکال زیاته بودیجه لري او د اوبو لګولو د کانالونو د جوړولو، د چاپېریالي ککړتیا پر ضد مبارزې، د اقلیمي بدلونونو او د اصلاح شویو تخمونو د وېش په برخو کې پروژې تطبیقوي.

