د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست د چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده، د کورنیو او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو، د اسلامي امارت ځینو مسوولینو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د خپلې وینا په پیل کې فاضلانو او د جهادي مدرسې مسوولینو ته، د فراغت مبارکي وویله او په افغانستان کې یې اوسنی بشپړ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه وبلله.
مولوي عبدالکبیر وویل، چې د اسلامي نظام له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.
دغهرار نوموړي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ځینې لوري د اسلامي امارت د انزوا هڅې کوې، خو د اسلامي امارت د منزوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده.
مولوي عبدالکبیر له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او په وینا یې چې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.
همدارنګه نوموړي له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ، چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.
ښاغلي وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شوو کورنیو ته د نقدي او خوراکي توکو د مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي.
مولوي عبدالکبیر په ټولنه کې د مدرسو ارزښت مهم یاد کړ او په وینا یې چې دیني بنسټونو د تعلیم د رسولو تر څنګ د اشغال په ماتولو کې لویه برخه لرله.
نوموړي وویل، چې د ۲۰ کلن جهادي دورې پر مهال مدرسو دا ثابته کړه، چې دغه دیني مرکزونه یوازې د زدهکړې ځایونه نه دي، بلکې د اړتیا پر مهال د دین د ساتنې سنګرونه هم دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو عزت، کرامت او خدمت ته ژمن دی او د هغوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي او جدي ګامونه اخلي.

