ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې ۲۷ لرغوني سیمې پېژندل شوې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د لرغونو سیمو مسلکي سروې ترسره کړې، چې په پایله کې یې د پل علم ترڅنګ څرخ، برکي‌برک، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت کړې.

د لرغون پېژندنې ریاست مسولینو ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري، یاد مسلکي پلاوي د دغه سفر په لړ کې له سیمه‌ییزو مسولینو او قومي مخورو سره د دغو لرغونو سیمو د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د لومړۍ ګڼې (د فرهنګي میراثونو د ساتنې او مدیریت) فرمان په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړي دي.