د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په لړ کې له کندهار څخه ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال تولید شوي شات د خصوصي شرکتونو له لوري ترکیې، عمان، دوبۍ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ امریت متخصص عبدالوارث حقمل وايي، د کندهار د ریحان شات په نړۍوالو بازارونو کې ځانګړی نوم لري او بهرني پېرېدونکي یې د اخیستلو لپاره زیاته لېوالتیا ښيي.
نوموړي زیاته کړه، چې روان کال په کندهار کې د ریحانو په کرنه او د ریحاني شاتو په تولید کې نږدې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له همدې امله د شاتو صادراتو ته هم زمینه برابره شوې او ۲.۵ ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ امریت د تازه احصایوي معلوماتو له مخې، روان کال په کندهار کې د شاتو په ټولیز تولید کې ۲۴.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د دې زیاتوالي عمده لاملونه د ریحان او شین شوبي د کرکېلې پراخوالی او له نورو ولایتونو څخه د شاتو د مچیو د عبوري فارمدارانو راتګ بلل کېږي.
عبدالوارث حقمل وایي، چې سږ کال د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو څخه ټولټال ۵۶ ټنه شات تولید شوي، چې له دې جملې څخه ۲۱ ټنه د پسرلي په موسم او ۳۵ ټنه د دوبي په موسم کې تر لاسه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، د تولید شویو شاتو ډېره برخه د ریحان او شین شوبي له نباتاتو څخه ترلاسه شوي، چې د محلي او عبوري شاتو فارمدارانو له لوري تولید شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په کندهار کې ټولټال ۴۵ ټنه شات تولید شوي وو، خو روان کال د ریحان د کرنې د زیاتوالي او د عبوري فارمدارانو د راتګ له امله د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې دا چاره نه یوازې د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د صادراتو کچه هم لوړه کړې ده.

