د بهرنيو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټیوټ له لوري د «ډیپلوماسي د اتصال شبکو» تر عنوان لاندې پینځه ورځنۍ تخصصي او علمي روزنيزه دوره ترسره شوه.
یاد وزارت وایي، چې دغه روزنیزه دوره د قطر دولت په همکارۍ او مالي ملاتړ، د باتجربه قطري ډیپلوماټ او سفیر ډاکټر عمر غانم له لوري وړاندې شوه، چې پکې د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو اړیکو د شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت تشریح کړ.
نوموړي همداراز د بېلابېلو هېوادونو د ډیپلوماټیکو ماموریتونو پر مهال خپلې عملي تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
همدارنګه د یادې دورې په پای کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت مرستیال، په کابل کې د قطر سفیر او د بهرنيو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رییس په خپلو ویناوو کې د ډیپلوماټیکو کادرونو د مسلکي روزنې پر اهمیت، د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د ورته تخصصي او ګډو روزنیزو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، چې دغه روزنیزه دوره ګډونوالو ته د بريلیکونو په وېش سره پای ته ورسېده.

