که څه هم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند شاوخوا ۳ میاشتې پوره کېږي؛ مګر تراوسه هم اسرائیلي رژیم پر فلسطینیانو خپلو بېرحمه بریدونو او جنایتونو ترسره کولو ته دوام ورکړی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اسرائیلي عسکرو غزه کې د ډزو په درې جلا پېښو کې درې فلسطینیان شهیدان کړي دي.
راپور زیاتوي، چې له دې ډلې یو تن په غزه ښار کې او دوه تنه نور د غزې په سویل کې شهیدان شوي دي.

