د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیقالله خالد په مشرۍ، د افغانستان د برېښنایي پیسو او اداینو د موسسو ټولنې او د یادو موسسو له استازو سره غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولولو، د دې عوایدو د را ټولولو پر څرنګوالي، له نغدي معاملاتو څخه الکترونیکي معاملاتو ته د اوښتلو، په دې برخه کې د فرصتونو، خنډونو او حللارو په اړه بحث وشو.
په دې کتنه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي، چې ډیجیټل کول به افغانستان د پرمختللي، متمدن او له مالي پلوه پر یوه باثباته هېواد بدل او د نړیوال اقتصاد سره به سیال شي.
نوموړي د یادې ستراتیژۍ تطبیق د ټولو ګډ مسولیت بللی دی.
د افغانستان بانک د دې غونډې موخه د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم تطبیق، د ریاستالوزرا مقام له لوري د برېښنایي اداینو د پراختیا منظورې شوې عمومي ستراتیژۍ پلي کول ښودلي دي.

