د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د درې روسي شرکتونو له مسولینو سره د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې دې کتنه کې د روسي شرکتونو مسولینو د کرنې برخه کې له افغانستان سره ګډ کار او همکارۍ ته چمتووالی ښودلی دی.
ورته مهال، په دې لیدنه کې مولوي صدراعظم عثماني د کابل او مسکو ترمنځ پر پراخو اړیکو په ټینګار وویل، افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د کرنې وزارت له سترو بهرنیو شرکتونو سره د همکاریو پراخولو ته لېواله دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د نوې ټکنالوژۍ لېږد او د کرنې نوې لارې چارې کولی شي د هېواد د کرنې د سکټور په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او بنسټونو د تشویق او هڅونې له لارې، په هېواد کې د پانګونې، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کولو او د لنډمهالو او اوږدمهالو پروژو د تطبیق زمینه برابره کړي.

