د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل له امنیه قومندان ملا ولي جان حمزه سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، چې د کابل د امنیت د ټينګښت په اړه خبرې وشوې، ملا ولي جان حمزه وویل، د اسلامي امارت د مشرانو ښه رهبري او د مجاهدینو قرباني د افغانستان د ثبات او امنیت سبب شوې ده.
ښاغلي حمزه زیاته کړه، چې سږ کال د کابل ولایت د نفوس په پرتله جنايي پيښې هم خورا کمې او له پخوا سره د پرتلې وړ نه دي.
د کابل له امنیه قومندان څرګنده کړه، چې په کابل کې د اسلامي امارت پوځي ادارې د ولس په همکارۍ خپلې چارې مخکې وړي او په هره سیمه کې د پولیسو تر څنګ ګڼ شمېر کسان د امنیت په ټينګښت کې ونډه لري.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د امنیت په ټينګښت کې د مجاهدینو هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، چې پوځي ادارو پر خپلو چارو سربېره د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، اوس د افغانستان هره سیمه کافي شمېر مجاهدین لري او په تېرو ۲۰ کلونو کې ثابته شوه، چې د اسلامي امارت صفونه تر بل هره وخته قوي او د دښمن ماته یې یقینې کړې وه.
د مولوي عبدالکبیر په وینا، څرنګه چې په اسلامي امارت کې قومي او سمتي مسایل ځای نه لري؛ نو اسلامي نظام هېوادوالو ته د غوره خدمت د وړاندې کولو ښه لاره ده.

