ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د بغلان په ولایت کې پرانیستل شو او ټاکل شوې، چې دغه بهیر به د هېواد په کچه پلي شي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د دې بهیر د عملي پیل او څارنې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ او د پلخمري ښار په سیلو کې یې د بېرته راستنو شویو کورنیو لپاره د خوراکي غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.

مولوي عطاءالله عمري د بېرته راستنو شویو کډوالو په غونډه کې وویل، چې د افغانانو کډوالي د څو لسیزو جګړو، فشارونو او ناامنۍ پایله ده او ډېری هېوادوال د دین، عزت او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.

دغه‌راز نوموړي ټینګار وکړ، چې هر بېرته راستون شوی افغان د درناوي، ملاتړ او پاملرنې وړ دی.

مولوي عطاالله عمري زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته رسېدنه یو ملي او شرعي مسولیت بولي او همدې موخې ته په کتو یې وزارتونو او اړوندو ادارو ته ځانګړې دندې سپارلې ده، څو د کډوالو د باعزته راستنېدو او اساسي خدمتونو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره شي.

د هغه په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همدې مسولیت په چوکاټ کې له خپلو شته زېرمو څخه د اړتیا وړ کورنیو ته خوراکي غنم او نغدي مرستې وېشي.

د کرنې وزیر همدارنګه څرګنده کړه، چې دا مرستې یوازې په یوه ولایت پورې محدودې نه دي، بلکې د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر به ورو ورو د نورو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې هم عملي شي، څو لا زیاتې کورنۍ ترې ګټه واخلي.

دغه‌راز ښاغلي عمري ډاډ ورکړ چې که اړتیا وي او امکانات برابر وي، په راتلونکي کې به نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.

د دې ناستې په دوام کې، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د کرنې وزیر او مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دې بهیر پیل یې د بېرته راستنو شوو کډوالو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله.

نوموړي د دولتي ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اړمنو کورنیو کره پېژندنه او د مرستو شفاف وېش کولی شي د بېرته راستنو شوو کډوالو د ژوند پر وضعیت مثبت او دوامدار اغېز ولري.

د چارواکو په وینا، د دې بهیر له پرانیستې سره به په بغلان ولایت کې ۲ زره او ۲۰۰ بېرته راستنو شوو کډوالو ته د هر بېرته راستن شوي کس لپاره پینځه ۵۰ ‌کیلوګرامه بورۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.

په همدې حال کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس مولوي مصباح‌الدین مستعین هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د هغه لارښونې په اړه، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره صادر شوی، خبرې وکړې او ویې ویل، چې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي او د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته په ډېرې شفقت هرکلی ویلی او لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې غنمو او نغدي پیسو وېش هم د همدغو مرستو دوام دی او دا مرستې به د ټول هېواد مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.

د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی څه موده وړاندې په کندهار کې د کډوالو د ستونزو د رسېدنې د عالي کمېسیون له مشرتابه او غړو سره په جلا لیدنه کې لارښوونه کړې وه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه دې د جبري ایستل شویو کورنیو لپاره خوراکي غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.