نا معلومو وسلهوالو تېره شپه پېښور ته نږدې د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي، چې په کې د دې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د دې ډلې په وژل شویو غړو کې ډېری یې بهرنيان دي او د تېر کال په نومبر کې د دوی پر مرکزونو د ډرون له بریدونو وروسته دلته مېشت شوي و.
د راپورونو له مخې، له مستونګ څخه تښتېدلې داعش ډله اوس په دې هڅه کې ده چې د خیبر ایجنسۍ په غرنیو سیمو کې خپل فعالیتونه بیا پیل او منظم کړي

