د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټلیفوني خبرې کړي.
د کرېملین مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دې ټلیفوني اړیکه کې دواړو لوریو د انرژۍ نړیوال بازار د ثبات د ساتنې لپاره د همکاریو او د نړۍ او سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې دي.
د کریملین د بیانیې له مخې، دغه راز دواړو مشرانو هوکړه وکړه، چې په سیاست، سوداګرۍ، اقتصاد، کلتور او بشردوستانه چارو کې د همکارۍ پیاوړتیا لپاره خپلو ګډو اقداماتو ته دوام ورکوي.

