الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې تېره ورځ په غزه تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي.
د راپور له مخې، په شهیدانو کې ۷ ماشومان هم شامل دي.
همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسلوژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱ زره او ۸۰۳ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره او۴۸۳ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د ترسره شوي اوربند راپدیخوا ۵۲۰ فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

