سوریې او سعودي عربستان تېره ورځ (شنبه، د فبروري ۷مه) په دمشق کې یو شمېر ستراتیژیک اقتصادي هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دې هوکړهلیکونو کې د هوايي چلند، مخابراتو، زیربناوو او د املاکو پراختیا برخو کې پینځه لویې پروژې شاملې دي.
د سوریې چارواکو ویلي؛ چې د دې تړونونو موخه د مخابراتي بنسټونو پیاوړتیا، د ډیجیټل ارتباطي سیسټمونو پراختیا، د سوریې-سعودي هوایی ډګر جوړول او د فایبر اپټیک شبکې پراخول دي.

