د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن په خپلو وروستیو څرګندونو کې د پاکستاني چارواکو وروستۍ ادعاوې مسخره کړې دي.
نوموړي په تمسخر ویلي: «دا چې له افغانستان څخه پاکستان ته حتی یو انار هم نه شي داخلېدای، نو پاکستاني چارواکي په کوم منطق ادعا کوي چې له افغانستان څخه «ترهګر» پاکستان ته ورځي؟»
مولانا فضلالرحمن په دې څرګندونو سره د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ننګولې، چې ګواکې په اسلاماباد کې د یوه جومات وروستۍ چاودنه له افغانستان سره تړاو لري.
نوموړي پوښتنه کړې، که رښتیا هم ترهګر پاکستان ته داخلیږي، نو ولې یې امنیتي ادارې نه دروي او نه یې له منځه وړي.
دغه راز، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان د حکومت د داخلي اختلافاتو او خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ایران، هند، چین او افغانستان اقتصادي وضعیت د پاکستان په پرتله ښه دی.

