الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې تېره ورځ (دوشنبه، د فبروري ۹مه) غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د دغو بریدونو له ډلې یو برید په غزه ښار کې پر یوې استوګنیزې ودانۍ شوی، چې لږ تر لږه ۴ تنه پکې شهیدان شوي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند راپدیخوا ۵۸۱ فلسطینیان شهیدان کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
همدارنګه په غزه کې د صهیونيستي رژیم د نسلوژنې جګړه کې تر دې دمه لږ تر لږه ۷۲ زره او ۳۲ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۷۱ زره ۶۶۱ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

