ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کسب‌کرو او هټۍوالو خونې پلاوی: په روژې میاشت کې د لومړنیو توکو بیې نه لوړېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د افغانستان د کسبه‌کارانو او هټیوالو خونې له مشرتابه او د اصنافو له رییسانو سره په غونډه کې د راتلونکې روژې په میاشت کې د لومړنیو توکو د بیو د کنټرول او په بازارونو کې د شته مالونو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي عزیزی په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د روان کال په روژه کې باید خلک وکولای شي د تېرو میاشتو په څېر خپل اړین توکي ترلاسه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د کسبه‌کارانو او هټیوالو خونې مشرتابه او د اصنافو رییسانو ډاډ ورکړی چې په بازارونو کې په پوره اندازه لومړني اړین توکي شته او بیې به نه لوړيږي.