ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بدخشان په کانونو کې ۱۰۰ زره کسان په کار بوخت دي

کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د بدخشان په شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زر وینځلو کانونو د اېستلو او په اړوندو تخنیکي چارو کې له ۱۰۰ زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.

وزارت زیاته کړې، د زر وینځلو کانونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی او ډېری ځايي اوسېدونکي چې پخوا له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ و، اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځني عواید ترلاسه کوي.

همداراز د بدخشان ولایت د کانونو د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدماتو څخه تر اوسه د ۱۷ پراختیايي پروژو چارې د ٢٢٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي، چې پکې د کوکچې سيند د پاسه د پینیځو اساسي پلونو سربېره د سړکونو رغونه د اوبو رسولو شبکې، عامه خدمتونه او نورې بنسټیزې پروژې شاملې دي.

یادې پروژې د سیمې د خلکو د ژوند په ښه والي کې مهم رول لري او ګڼ شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه ټینګار کوي، چې د هېواد د کاني زېرمو قانوني اېستل، شفاف مدیریت د دوی له لومړیتوبونو څخه دي، څو له یوې خوا ملي اقتصاد پیاوړی شي او له بلې خوا د کانونو شاوخوا مېشتو خلکو ته تلپاتې ګټه ورسېږي.