د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له یوه هندي سوداګر انکوش ستانا سره لیدنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي ستانا په افغانستان کې د قیمتي ډبرو د نندارتون د جوړولو او د درملو په سکتور کې د افغان او هندي سوداګرو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ لیوالتیا څرګنده کړې ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې، جرمني داسې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی، چې د راټولو شویو پلاستیکي کثافاتو څخه په زیاته کچه د ډیزلي تېلو د استخراج وړتیا لري او چمتو دي دغه ټکنالوژي افغانستان ته هم ولېږدوي.
ورته مهال نورالدین عزیزي د بشپړې همکارۍ د ډاډ ورکولو ترڅنګ له دې لېوالتیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان د پانګونې لپاره پراخه او مناسبه فرصتونه لري.
په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر وویل، چې افغانستان فعال خصوصي سکتور لري او دغه سکتور له بهرنیو پانګوالو سره همکارۍ ته چمتو دی.

