په هرات کې د ترکمنستان جنرال قونسل باتور یولوف د یاد ولایت له والي شیخ مولانا نور احمد اسلام جار سره لیدلي.
د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وايي، دواړو لوریو د سوداګریزو همکاریو پراختیا، نفتي موادو ټرانزیټ او د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
د خبرپاڼې پراساس، د ترکمنستان جنرال قونسل له افغانستان سره د راکړې ورکړې پراختیا په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

