د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړپوړي پلاوي، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، ملا عبدالغني برادر اخوند په دې لیدنه کې د ایران له دولت او خلکو سره د خواخوږۍ او تسلیت څرګندولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو ټینګار وکړ او ویې ویل، د امریکا او اسراییلو لهخوا پر ایران د بریدونو په اړه د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او دغه بریدونه یې نامشروع بللي او غندلي دي.
بلخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان او ایران ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکو ته په اشارې له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ایران لپاره ځانګړی لومړیتوب بللي.
هغه ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید له شته امکاناتو د خپلو ګډو ګټو لپاره اغېزمنه ګټه پورته کړي.

