د افغانستان او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د مشاورت دویمه دوره سیاسي ناسته په کابل کې ترسره شوې.
په دې ناسته کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګرۍ د کچې د لوړولو، د پانګونې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ترانسپورټي او ټرانزیټي دهلېزونو د فعالولو په برخه کې د عملي همکاریو پر پراخولو ټینګار شوی.
دواړو لوریو دغه سیاسي مشاورتونه د متقابلو اړیکو او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره مهم بللي او پرېکړه شوې، چې د دې لړۍ دریمه دوره به په مسکو کې ترسره شي.

