ملګرو ملتونو کابل کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د تر سره شوي برید په تړاو د بېړنیو څېړنو غوښتنه وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو دفتر ویاند ثمین الخیطان له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د دې برید عاملین باید د نړیوال معیار مطابق حساب ورکړي.
د یادونې وړ ده، د پاکستان پوځي رژیم د تېرې دوشنبې پر شپه کابل کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف بمبار وکړ، چې د لومړنیو شمېرو له مخې په دې برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه شهیدان او ۲۵۰ نور ټپیان شول.

