په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې پراخ شوی او د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې ایران خبرداری ورکړی، که چېرې امریکا د دوی د برېښنا پر تولیدي مرکزونو برید وکړي نو، ایران هم د هرمز تنګی به په بشپړه توګه وتړي او په سیمه ایزو انرژۍ او اوبو زیربناوو به غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.
دا غبرګون په داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ او خوندي ډول پرا نه نېزي، امریکا به د ایران د برېښنا تولیدي مرکزونه تر برید لاندې راولي.
ټرمپ په «تروث سوشال» کې لیکلي: «که ایران د هرمز تنګی په بشپړ ډول پرا نه نیزي، متحده ایالات به د دغه هېواد د برېښنا تولیدي مرکزونه، له تر ټولو لوی څخه پیل او له منځه یوسي.»

