ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران: که امریکا د دوی پر برېښنایي تولیدي مرکزونو برید وکړي، نو ایران به هم د هرمز تنګي په بشپړه توګه وتړي

په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې پراخ شوی او د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې ایران خبرداری ورکړی، که چېرې امریکا د دوی د برېښنا پر تولیدي مرکزونو برید وکړي نو، ایران هم د هرمز تنګی به په بشپړه توګه وتړي او په سیمه ایزو انرژۍ او اوبو زیربناوو به غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

دا غبرګون په داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی په بشپړ او خوندي ډول پرا نه نېزي، امریکا به د ایران د برېښنا تولیدي مرکزونه تر برید لاندې راولي.

ټرمپ په «تروث سوشال» کې لیکلي: «که ایران د هرمز تنګی په بشپړ ډول پرا نه نیزي، متحده ایالات به د دغه هېواد د برېښنا تولیدي مرکزونه، له تر ټولو لوی څخه پیل او له منځه یوسي.»