ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کیم جونګ اون: شمالي کوریا غواړي په دومداره توګه خپل اټومي ځواک پياوړی کړي

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د دغه هېواد په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي، چې هېواد به یې په دومداره توګه خپل اټومي ځواک پیاوړی کړي.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د راپور له مخې، کیم جونګ د خپلو سیاسي لومړیتوبونو د تشریح کولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې د اټومي وسلو لرونکي هېواد په توګه د پیونګ یانګ دریځ نه بدلیدونکی دی.

نوموړي دغه راز د شمالي کوریا د ملي امنیت، اقتصادي پراختیا او سیمې د ثبات لپاره د اټومي وسلو پراختیا اړینه بللې ده.