د عدلیې وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي وايي، چې د افغانستان پر خاوره او فضاء د پاکستان پوځي رژیم برید هېڅ ډول شرعي او اخلاقي جواز نه لري.
نوموړی زیاتوي، د پاکستان علماوو هم منلې چې پر افغانستان بریدونه هېڅ جواز نه لري.
ښاغلي شرعي دغه څرګندونې د پاکستاني پوځي رژیم وروستیو وحشیانه بریدونو ته په غبرګون کې کړې دي.

