ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال تاشکند کې د اوبو اونیز فورم کې د ګډون په موخه اوزبیکستان ته تللی

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر اخوندزاده د تاشکند اوبو اونۍ نړۍ‌وال فورم کې د ګډون په موخه اوزبېکستان ته سفر کړی.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د اوبو له سرچینو څخه په دوامداره ډول ګټه اخیستل، د اقلیمي بدلون اغېزې او د اوبو عادلانه وېش به د دې فورم د خبرو محور وي.

ښاغلی اخوندزاده به د یاد فورم په جریان کې د افغانستان د اوبو سکتور وضعیت او لاسته راوړنې شریکي کړي او تمه کېږي چې د همکاریو پراختیا لپاره به مهمې ناستې ولري.