ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هڅې؛ په ننګرهار کې د زیتونو بڼونه پراخ شوي


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په دې وروستیو کلونو کې یې د زیتونو د تولید د پراختیا او بڼونو د جوړولو هڅې چټکې کړې دي، چې له امله یې په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي دي.

د یاد وزارت په وینا، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي چې د هډې فارم درېیم بلاک کې د زیتونو بڼونه دا مهال په ښه وضعیت کې دي او ټوله ساحه د شنو ونو له امله ځانګړې ښکلا لري.

همدارنګه د درېیم بلاک د مسول مدیر د معلوماتو له مخې، په دې بلاک کې شاوخوا ۸۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو بڼونو ته ځانګړې شوې، چې ونې یې په مناسبه وده کې دي او د ښه حاصل تمه ترې کېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د رهبرۍ د دوامداره پاملرنې له امله هیله ښودلې، چې روان کال به له دغو بڼونو د پام وړ حاصلات ترلاسه شي، چې دا به د کرنیزو عوایدو په لوړولو کې مهم رول ولوبوي.

د وزارت په وینا، د کرنې وزارت تر چتر لاندې دغه شرکت په خپلو فارمونو کې د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا هڅې روانې ساتلي، چې دا کار نه یوازې د زیتونو تولید زیاتوي، بلکې د اقتصادي پیاوړتیا، د کارموندنې رامنځته کېدو او د کورنیو تولیداتو د ودې لامل هم ګرځي.