ویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په غزه کې د اسرائیلي رژیم د تازه هوایي بریدونو له امله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه بریدونو د غزې تړانګې په سویل، خان یونس ښار کې شوي چې پکې څلور تنه ټپیان شوي هم دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیلي رژیم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب په تېره نوامبر میاشت کې د تر سره شوي اوربند راپدیخوا لږ تر لږه ۶۸۰ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

