د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او اوزبېکستان د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس او ناستو کې په بېلابېلو برخو کې د ۵۱۴.۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، په دې برخو کې په افغانستان کې د چرګانود تولید کارخونې جوړول، د سمنټو او ډبرو سکرو واردات او صادرات، لوبیا، ماش، اسفالت، د وچو مېوو او سبزیجاتو صادرات، د غوړیو، پټرولو تېلو، قیر، مسو او خوراکي توکو واردات، د غیرالکولي مشروباتو صادرات، ورزشي خدمات او د هګۍاچوونکو چرګانو تولید شامل دي.

