ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لبنان او فلسطین کې؛ د اسرائیلو په بریدونو کې یو سوله‌ساتی وژل شوی او شپږ فلسطینیان شهیدان شوي

 الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ځواکونو پر مرکزي قرارګاه برید کړی.

د راپور له مخې، په دغه برید کې د ملګرو ملتونو یو سوله‌ساتی وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو سرتېرو ماموریت (یونیفیل) هم د دې برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

همدارنګه، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله د غزې په سویل کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه بریدونه په خان‌یونس ښار کې شوي، چې د شهيدانو له ډلې يې درې پولیس او د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي دي.

همداراز، په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.