الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سولهساتو ځواکونو پر مرکزي قرارګاه برید کړی.
د راپور له مخې، په دغه برید کې د ملګرو ملتونو یو سولهساتی وژل شوی او بل سخت ټپي شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سولهساتو سرتېرو ماموریت (یونیفیل) هم د دې برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.
همدارنګه، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له امله د غزې په سویل کې لږ تر لږه شپږ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د راپور له مخې، دغه بریدونه په خانیونس ښار کې شوي، چې د شهيدانو له ډلې يې درې پولیس او د یوه ماشوم په ګډون درې ملکي وګړي دي.
همداراز، په دې پېښه کې څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي.

