په مزارشریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو فورم ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس او د اوزبېکستان د نمنګان والي عبدالرازقوف د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې کړي.
د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد ابراهیم غضنفر یاد فورم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو نوی پړاو بللی او ویلي یې دي، چې د راکړې ورکړې پراختیا کولی شي د سیمې په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.
ورته مهال د اوزبېکستان د نمنګان والي ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د صادراتو او وارداتو تړونونه لاسلیک شوي.

