د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیبالرحمن عمر اخوندزاده، په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا، په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ په برخو کې خبرې شوې دي.
همدارنګه، مجیبالرحمن عمر اخوندزاده د اوبو او انرژۍ په سکتور کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او له شته وړتیاوو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه د یاد وزارت چمتووالی څرګند کړی دی.
نوموړي د اوبو سرچینو د مدیریت او د انرژۍ د تلپاتې پراختیا په برخه کې د سیمهییزو همکاریو رول مهم بللی او په افغانستان کې یې د اوبو او انرژۍ د پروژو لپاره د بهرنیو پانګونو د جذب مناسب شرایط او اسانتیاوې یادې کړې دي.
له بلې خوا، د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د همکاریو د پراختیا هرکلی کړی او د اوبو او انرژۍ په پروژو کې یې د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
نوموړي همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او تخنیکي همکاریو په برخه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
په پای کې، دواړو لوریو د خبرو اترو پر دوام او په یادو برخو کې د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

