ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د ځمکو خړوبولو لپاره خوشې شوې

د هرات د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دغه اقدام د کرخ ولسوالۍ د خلکو او بزګرانو په غوښتنه ترسره شوی دی.

همدارنګه، د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رییس مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د اوبو د خوشې کولو پر مهال د بند د ساتنې او مراقبت په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې د خلکو پر همکارۍ او له اوبو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.