د هرات د پاشدان بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، دغه اقدام د کرخ ولسوالۍ د خلکو او بزګرانو په غوښتنه ترسره شوی دی.
همدارنګه، د هریرود-مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رییس مولوي عبدالسلام مستوفي آغا، د اوبو د خوشې کولو پر مهال د بند د ساتنې او مراقبت په اړه خبرې کړي او په دې برخه کې یې د خلکو پر همکارۍ او له اوبو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.

