الجزیرې خبري شبکې د امریکا د یوې حکومتي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې په ایران کې د غورځېدلې F-15E امریکایي الوتکې لادرکه غړی موندل شوی، خو لا هم د ایران له خاورې نه دی راېستل شوی.
راپور زیاتوي، چې د ایران له خاورې د دغه پیلوټ د رایستلو عملیات لا هم روان دي او د جګړې له کبله لا هم د پیلوټ او د ژغورنې عملیاتو کې د شاملو کسانو ژوند په خطر کې دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې، د جمعې په ورځ F-15E جنګي جیټ د ایران په جنوب کې وغورځېده، چې له امله یې امریکا او ایران دواړه د ورکې شوې امریکايي عملې د موندلو هڅې کوي.
د دې الوتکې پیلوټ ژغورل شوی، خو د وسلو د سیسټم مسول افسر لا هم ورک دی.

