ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او امریکا جګړې د ناټو تړون له پاشل کېدو سره مخ کړی

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د ناټو ائتلاف، چې په وروستیو کلونو کې له جدي ننګونو او بېلابېلو فشارونو سره مخ و، اوس له یوه نوي کړکېچ سره مخامخ شوی دی.

راپور د کارپوهانو او ډیپلوماتانو له قوله وايي، چې د ایران او امریکا–اسراییل ترمنځ جګړه، سره له دې چې له اروپايي جغرافیایي واټن لري، د دغه ۷۶ کلن تړون پر یووالي سخت اغېز کړی او تر دې کچې یې رسولی چې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ شوی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي، چې که دا وضعیت دوام ومومي، نو ناټو به د جوړېدو له وخته تر ټولو کمزوري حالت ته ورسېږي، چې یادې موضوع د دې ائتلاف د غړو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي.