ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي اميرخان متقي: د منځنۍ اسیا هېوادونه د اسلامي امارت بهرني سياست کې ځانګړی ځای لري

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې ویلي، چې افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه ګډ هویت، درد او ګډ راتلونکی لري.

ښاغلي متقي زیاته کړې، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اړیکې د تقابل نه بلکې، د همکارۍ پر بنسټ دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اسلامي امارت په اقتصاد محوره بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

مولوي امیرخان متقي ویلي، د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو عملي ښکېلتيا، په همکارۍ‌ بنا او فرصت محوره کړنلارې، چې پر سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو ټینګار کوي، په سیمه ییزه کچه د متقابل اعتماد او ګډې همکارۍ یوه بریالۍ بېلګه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي نړۍ لویو شخصیتونو لکه امام ابوحنیفه، امام بخاري او امام ترمذي (رحمهم الله) د دې سیمې د ځلانده اسلامي تمدن بنسټ ایښی او له بلې خوا تاریخي او کلتوري څېرو لکه ابوریحان البیروني، رودکي، مختوم‌قلي فراغي، امیر علي شېرنوايي او ابونصر فارابي زموږ ګډ تاریخ بډایه کړی دی، نو د افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو بنسټ همدا مشترکات جوړوي.

مولوي امیرخان متقي ویلي؛ افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ بې ثباتۍ وروسته، اوس د یو اسلامي نظام تر چتر لاندې واقعي ثبات او سرتاسري سولې ته رسېدلی؛ د حکومتولۍ بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي؛ اداري فساد له منځه تللی او د چارو پر ډیجیټل کولو کار روان دی.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، اسلامي امارت او د منځنۍ اسیا هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د اقتصادي، ترانزیټي او سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا لپاره څرګند او اغېزمن ګامونه اخیستي دي.

ښاغلي متقي د دې ناستې د جوړېدو موخه د سیمه‌ییزو بدلونونو ارزونه، د ډیپلوماتیکې همغږۍ پیاوړتیا او د اقتصاد، سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اتصال په برخو کې د ګډو عملي لارو د موندلو لپاره د همکاریو پیاوړتیا بللی ده.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي، افغان حکومت د چین په کوربتوب له پاکستان سره په مذاکراتو کې په پوره رښتینولۍ ګډون کړی.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت تل د متقابل درناوي پر بنسټ د خبرو له لارې د ستونزو حل غوښتی؛ خو د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او له خلکو څخه دفاع خپل حق ګڼي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې افغانستان له تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان سره شاوخوا ۲۳۲۹ کیلومتره ګډه پوله لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې اړتیا ده د دې سرحد په اوږدو کې د امو سیند د غاړو د تحکیم او د سرحدي نښو د عصري کولو لپاره ګډ کار وشي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د ځینو ویجاړوونکو عناصرو لکه د داعش ډلې ګواښونه، د نشه‌يي توکو قاچاق، ناقانونه کډوالي او سازمان‌یافته جرمونه د دواړو لوریو ګډې اندېښنې دي.

د مولوي امیرخان متقي په وینا، د افغانستان امنیتي ادارو په دې برخه کې جدي ګامونه اخیستي او د هغو کسانو پر وړاندې یې پر وخت اقدام کړی، چې غوښتل یې دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې دا مهال په سرحدونو کې کومه امنیتي ستونزه نشته او افغانستان چمتو دی، چې په دې برخو کې لا ډېره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ افغانستان د اقتصادمحوره سیاست په غوره کولو سره د سوداګرۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره مناسبې زمینې برابرې کړې دي. د افغانۍ ارزښت ثابت ساتل شوی او د نړیوال بانک د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د هېواد اقتصادي وده ۴.۳ سلنه ثبت شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي؛ خو موخه دا ده، چې دا کچه په راتلونکو ۳–۴ کلونو کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

د ښاغلي متقي په وینا؛ افغانستان د خپل جیو-اکانومیک موقعیت له مخې هڅه کوي، چې منځنۍ اسیا له سوېلي او لوېدیځې اسیا سره ونښلوي. د «افغان-ټرانس» پروژه د هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. همدارنګه، د ټاپي، ټاپ او کاسا-۱۰۰۰ پروژو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان غواړي په سیمه‌ییزو ترانسپورتي، رېل پټلۍ او د چاپېریال ساتنې په پروګرامونو کې فعاله ونډه ولري.

د ښاغلي متقي په وینا؛ په «شنه منځنۍ آسیا» نوښت کې ګډون او په شانګهای سازمان کې د افغانستان د څارونکي غړیتوب څخه د سیمې د هېوادونو ملاتړ زموږ لپاره خورا مهم دی.

ورته مهال د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف ویلي، چې په تېرو پینځو کلونو کې یې له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې بېساری پرمختګ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د رېل پټلۍ خدمات، ټرانسپورټ، ګمرکي اسانتیاوې او پانګونه هغه برخې دي، چې اوس پرې جدي کار روان دی.

د هغه په وینا، افغانستان لوی اقتصادي او ټرانزیټي ظرفیت لري او دوی د دې ظرفیت د پایداره کېدو ملاتړ کوي.

همداراز د تاجکستان سفیر ښاغلي شریفي ویلي، چې د افغانستان امنیت د دوی د بهرني سیاست له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا ته ژمن دي او په چین کې د پاکستان–افغانستان د ناستې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی، چې ستونزې باید یوازې د سوله‌ییزو لارو حل شي.

همدارنګه د تاجکستان سفیر له افغان امنیتي ځواکونو هم مننه کړې، چې ګډه پوله یې خوندي ساتلې ده.

له بلې خوا، د ترکمنستان لوی سفیر خواجه عوضوف ویلي، چې د افغانستان امنیت او ثبات د پام وړ دی. د هغه په وینا، د ټاپي، ټاپ، رېل پټلۍ او ټرانسپورتي تاسیساتو د عملي کار په پیل سره دا ثابته شوې، چې اقتصادي همکاري د نورو همکاریو لپاره زمینه برابروي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د روان کال تر پایه به هرات د ټاپي پروژې له ګازه برخمن شي.

همدارنګه د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته جدي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په کابل کې یې د قرغېز سوداګریز کور پرانیستی، د کابل–بشکیک ګډ نندارتونونه پیل شوي او د چین سره د نښلونې لپاره رېلي خدمات هم پیل شوي دي.

د هغه په وینا، د کاسا-۱۰۰۰ پروژه د عملي کېدو پړاو ته نږدې ده او افغانستان د دوی په اقتصادي پروګرامونو کې ځانګړی ځای لري.

ورته مهال د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بابر عثمانوف ویلي، چې افغانستان د ورېښمو لارې یو کلیدي شریک دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټرانزیټ او اتصال په نوي پړاو کې افغانستان دا وړتیا لري، چې شاوخوا دوه میلیارده نفوس سره ونښلوي.

د هغه په وینا، اوزبیکستان په افغانستان کې د «افغان–ټرانس» رېلي شبکې مطالعات پیل کړي او د عملي کار لپاره چمتووالی نیسي.